په هرات کې ځانګړی نندارتون ترسره شو

په هرات کې افغان سوداګرو ښځو يو ځانګړی نندارتون جوړ کړی‌ و.

په هرات ولایت کې افغان سوداګرو ښځو د ښځو لپاره په یو ځانګړي دوه ورځني نندارتون کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.

دا لومړی ځل دی، چې د طالب سرپرست حکومت واک ته تر رسېدو وروسته په هرات کې افغان سوداګرې ښځې يو نندارتون جوړوي.

د ښځو په سوداګرۍ کې دا نندارتون د غوایي مياشتې په ۶ مه او ۸مه نېټه اختیارالدین کلا کې جوړ شوی و، چې ۵۰ غرفو کې افغان سوداګرو ښځو لاسي صنایع، صنعتي تولیدات او خوراکي توکي نندارې ته وړاندې وکړل.

په هرات کې د ښځو تر مالکیت لاندې سوداګرۍ ډېری په لاسي صنایعو، د مچیو ساتلو، د مېوې او زعفرانو پروسس او د خوراکي توکو، صابون او د قالینو په تولیدولو باندې متمرکزې دي.

د ياد نندارتون ګډونوالو ښځو ويلي، چې د محدويتونو او اقتصادي ستونزو سره سره، بيا هم دوی د پخوا په پرتله ډېرې غښتلې او له قوي انګيزې سره راستنې شوي، څو په ښه ډول کار ته دوام ورکړي.

Back to top button