رينا امیري: طالبان له خپلې ژمنې په شا شول

امريکا يو ځل بيا له طالبانو د نجونو ښوونځيو پرانيستلو غوښتنه کړې ده.

د مېرمنو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا امیري، په خپلو تازه څرګندونو کې، يو ځل بيا طالبانو څخه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه کړې ده.

هغې همداراز ويلي، چې څه موده وړاندې طالبانو د ښوونځيو پرانيستلو ژمنه کړې وه، خو په وروستيو شېبو کې يو ځل بيا له خپلې ژمنې شاته شول.

نوموړې زياتوي، چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو تړل ډېره د اندېښنې وړ مسئله ده او له دې سره به افغان کورنۍ شاتګ ته اړ کړي.

د مېرمن امیري په وينا، که د نجونو ښوونځيو دروازې همداسې بندې پاتې وي، نو د دوی اړين حقونه به تر پښو لاندې شوي وي.

دغه راز مېرمن رينا امیري، له نړۍوالو غوښتي دي، چې د افغان مېرمنو حقونو لپاره خپلې هڅې دومداره وساتي او له طالب سرپرست حکومت سره د نجونو ښوونځيو په اړه يوې پايلې ته ورسېږي.

Back to top button