خوست کې د یووالي ګډ روژه ماتی د (هزاره او وزیرستاني وروڼو ) د فاتحې مراسم

د خوست ولایت د حکیم تڼیوال په پارک کې د خوستیو ځوانانو ترمنځ د یووالي ګډ روژه ماتی تر سره شو.

د یووالي په دې ګډروژه ماتي کې ځوانانو په هېواد کې د وروستیو پېښو د قربانیانو واخیستل شوه.

د خوست ولایت ځوانان وایي، چې موږ د وزیرستاني کډوالو او هزاره وروڼو په غم کې ځان شریک بولو، او له ټولو افغانانو څخه غواړو چې د یووالي او ورورګلوۍ لپاره کار وکړي.

یادو ځوانانو له روژه ماتي وروسته په ملي یووالي خبرې وکړې، او په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره یې خپل نظرونه سره شریک کړل.

خوست کې هر کال روژه کې د خوستیو ځوانانو ترمنځ د یووالي ګډ روژه ماتی کېږي.

Back to top button