لوګر کې د سواد زده کړې ۶کورسونه جوړ شول

د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د سواد زده کړې۶ کورسونه جوړ او پرانیستل شول.

د طالبانو د سرپرست حکومت د اوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د بې سواده وګړو لپاره د سواد زده کړې شپږ نهه میاشتني کورسونه پرانیستل شول.

هغوئ زیاتوي، دغه کورسونه د پوهنې ریاست د سواد زده کړې آمریت له لوري په هغو سیمو کې پرانیستل شوي، چې د سواد کچه په کې ټېټه ده، او یادو کورسونو ته د ۵۰ مېرمنو او نجونو په ګډون ۲۳۰ نالوستي کسان چې عمرونه یې د ښوونځي له ټولګیو پورته دي د لیک لوست زده کولو لپاره راځي.

د خوښۍ ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، چې دوی د دې کورسونو پرانیستلو ته ډېر خوښ دي او هیله لري چې پوهنې ریاست په دې ولسوالۍ کې دې ته ورته نور کورسونه جوړ کړي.

Back to top button