
سمنګان کې د سکرو ۵ کارکونکي وژل شوي
سمنګان کې ناپېژانده وسله والو کسانو د سکرو ۵ کارکوونکي وژلي دي.
د سمنګان ولایت د ځایي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، تېره ماښام مهال د یاد ولایت په درهصوف پایان ولسوالۍ کې د سکرو پنځه کارګر وژل شوي دي.
راپورونه وایي، چې تراوسه د وژل شویو کسانو د وژل لامل نه دی معلوم شوی، او نه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.