م.م او روسیه د اوکراین په هکله غږېدلي

ملګرو ملتونو او روسیې د اوکراین د روانې جګړې په اړه غږېدلي دي.

روسي رسنۍ وايي، چې د‌ ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتريش او ولسمشر ولادیمیر پوتین د‌ اوکراین روانې جګړې په اړه غږېدلي دي.

پوتين ويلي، چې ټوله نړۍ په دې هڅه کې ده، چې له اوکراین سره زمونږ مذاکرات ناکام کړي او جګړه وغځوي.

هغه همداراز زیاتوي، سربېره پر دې چې نظامي عمليات روان دي، خو بيا هم هيله مندي شته، چې د اوکراین جګړه د خبرو له لارې ودروي.

دغه راز پوتين د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتريش ته ويلي، چې هېڅکله د مذاکراتو مخالفت نه کوي.

په ورته وخت کې، ګوتريش هم له پوتین څخه غوښتي دي، چې روانه جګړه ودروي او د اوکراین سره مذاکرات يوې پايلې ته ورسوي.

د‌ يوې روسي رسنۍ په راپور کې راځي، ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتريش له روسیې وروسته اوکراین ته سفر کوي او ټوله هڅه یې دا ده، څو د اوکراین او روسیې جګړه ودروي.

Back to top button