د ډاکټر احسان الله درمل نوی غزل

د ډاکټر احسان الله درمل نوی غزل.

د اغزو ژبې تېرې دي، قلقلې کوي زاغ دلته
د بلبل خوراک رانجۀ دي، باد ايرې وړي د باغ دلته

لمر يې واړاوۀ له غرونو، سور په وينو نور دې خوښه
ښاپېرک د ښار پاچا دی، تا راوړی څراغ دلته؟

ضرورت څۀ دی چې عمر، کړو ضايع په سپيناويو؟
که خدای هم شې پاک دې خدای که، له لمنې شي داغ دلته

پښې يې سپکې کړې له بزمه، تر تا دود هوښيار و شمې!
پېژني اوښکې او سوز څوک؟ سېزې چاته دماغ دلته؟

که سراب کړې بېړۍ ډوبې، که درياب لمبه کړې مېنې
که امام ابليس راوخوت، نۀ دي، نۀ دي درواغ دلته

اړوه په سر درمله، خپل له تورو وینو ډک زړۀ
تنده کفر دی او نشته، تر دې غوره اياغ دلته.

Back to top button