کرزی: طالبان دې د نجونو ښوونځي پرانیزي

پخواني ولسمشر حامد کرزی وایي، طالبان دې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

د هېولد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، زه له طالبانو غواړم چې نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځي ته ولاړې شي او ښوونځي د نجونو پرمخ پرانیستل شي.

حامدکرزی د نجونو د ښوونځيو د نه پرانیستل کېدو په غبرګون کې زیاتوي، چې د افغانستان ولسونه اجازه نه ورکوي، چې نجونې یې د زده کړو لپاره ښوونځي ته له تګ څخه محرومې شي.

هغه له بي بي سي سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، موږ تمه نه لرله چې طالبان به دومره اوږه موده د نجونو ښوونځي وتړي، خو د دوی دا پرېکړه زموږ د نړۍوالو د تمې خلاف ده.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا ۲۲۱ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې دي.

Back to top button