د افغانستان بانک ۱۲میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک مسؤلین وایي، چې د روژې د میاشتې پر ۲۳ د یکشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې د اړتیا په صورت کې (۱۲) میلیونه امریکايي ډالره په لیلام ډول پلوري.

هغوئ له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابروي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.

د یاد بانک مسؤلین زیاتوي، چې د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.‏

همداراز د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

Back to top button