د کندز د چاودنې د تلفاتو وروستۍ شمېرې

د‌‌ طالب سرپرست حکومت وياند د کندز امام صاحب ولسوالۍ اړوند سکندر نومي جامع جومات کې د‌ مړو او ټپيانو ورستۍ شمېره وښوده.

د طالب سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۳۳ تنه عام وګړي وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي.

مجاهد پرته له دې چې د ځانګړې ډلې نوم واخلي لیکلي، چې د دې پېښو عاملان فتنه ګر او شریر عناصر دي او زیاتوي چې د نیولو او په سزا رسولو په اړه یې جدي هڅې روانې دي.

بلخوا بيا عينو شاهدانو سيمه ييزو سرچينېو ته ويلي، چې په دې چاودنه کې ۳۳ کسان مړه او له پنځوسو زیات ټپیان دي.

Back to top button