ننګرهار کې چاودنې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

ننګرهار کې د طالبانو پر یوه رنجر مړټر چاودنې څلور طالبان وژلي دي.

د ننګرهار ولایت ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ په «بره خواران» سیمه کې د سړک غاړې خښ شوي ماین د چاودنې له امله څلور طالبان وژل شوي یو بل ټپي شوی دی.

هغوئ زیاتوي چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د طالب ځواکونو پر یوه رنجر موټر ترسره شوې ده.

تر دې مهاله د یادې پېښې مسؤلیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن په بلخ، کندز او کابل کې هم چاودنو درنې مرګ ژوبلې اړولي دي.

Back to top button