کرزي له توماس ویست سره ټلیفوني خبرې وکړې

د هېواد پخواني ولسمشر حامدکرزي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویست سره ټلیفوني خبرې وکړې.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي توماس ویست سره ټلیفوني خبرې وکړې.

کرزي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې ښاغلي د کابل پر ښوونزو مرکزونو د وروستیو ترهګریزو بریدونو په اړه خواشیني څرګنده کړه او د یادو بریدونو غندنه یې وکړه.

هغه زیاوتي، چې په دې خبرو کې سر بېره پر دې چې د افغانستان او د سیمې پر روانو حالاتو خبرې وشوې، دواړو لورو يو ځل بیا د نجونو پر زده کړو ټینګار وکړ او هغه یې د ټولنې او د افغانستان د خلکو بشري او ملي ضرورت وباله.

Back to top button