پاکستان ته د رادار د قاچاق مخه ونیول شوه

د طالبانو د سرپرست حکومت د کونړ ځایي چارواکي وایي، ‏ چې پاکستان ته د یوه پرمختللي رادار سیسټم د قاچاق کېدو مخه نیول شوې ده.

د کونړ ولایت د استخباراتو رئیس رسنیو ته ویلي، چې طالب ځواکونو پاکستان ته د یو پرمختللي رادار د قاچاق کېدو مخه نیولې ده.

هغه زیاتوي، چې دا رادار په کونړ ولایت کې د بهرنيانو له لوري د غره پر یوه څوکه د افغان ځواکونو په یوه پوځي اډه کې نصب شوی و.
هغه همداراز ویلي، چې امنیتي ځواکونو یې له تېرو څو ورځو راهیسې په کونړ کې د پلټنې عملیات کړي او په لړ کې یې راز راز وسلې هم نیولي دي.

واک ته د طالب سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته څو ځله پاکستان ته د نظامي تجهیزاتو او وسلو د قاچاق د مخنیوي خبرونه ورکړل شوي دي.

Back to top button