راشد خان وایي د افغانستان کرکټ بورډ دې فضل الحق فاروقي پرلپسې ولوبوي

راشد خان ارمان وایي، د افغانستان کرکټ بورډ دې فضل الحق فاروقي په سم ډول مدیریت او په نړیـوالو لوبو کې پرلپسې ولوبوي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نوموتی لوبغاړی وایي، چې په سږني آی پي اېل کې د سنرایزر حیدر اباد د کرکټ روزونکو سټین او مورالیترن ترې وپوښتل چې دا فضل حق فاروقي ولې په تېر نړیوال جام کې د افغانستان په لوبډله کې نه و.

ښاغلي خان چې تازه له امریکا غږ سره مرکه کړې، ویلي چې فاروقي یو تکړه لوبغاړی دی چې په نیږدې راتلونکي کې به نړۍ ځانته حیرانه کړي.

نومړی زیاتوي، په کار ده چې د افغانستان کرکټ بورډ یې سم مدیریت او په نړیوالو لوبو کې پرلپسې ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې فضل الحق فاروقي دمګړۍ له سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره لوبېږي خو په لوبو کې ورته تر دا مهاله چانس نه دی ورکړل شوی.

Back to top button