ننګرهار کې د ګلابو په حاصل کې زیاتوالی راغلی

ننګرهار کې د ګلابو په حاصل کې ۱۵ سلنه زياتوالی راغلی.

د ننګرهار ځایي سرچینې وایي، چې سږکال ننګرهار کې د ګلابو په حاصل کې ۱۵سلنه زیاتوالی راغلی.

هغوئ زیاتوي، چې د دې ولایت اچين، سپين غر او دره نور ولسواليو کې سږکال د ګلاب ګل په حاصل کې د تېر کالونو په پرتله ۱۵ سلنه زياتوالی راغلی.

ننګرهار کې د ګلابو بڼونه چې شاوخوا يوه لسيزه وړاندې د جرمن اګرو اکشن موسسې له لوري په ۸۳ هکټاره ځمکه کې بڼوالو ته جوړ شوي اوسمهال د افغان روس شرکت په تخنيکي همکارۍ ساتل کېږي.

د ياد شرکت مسئولين وايي، په داخل کې د ګلابو مايعاتو پلور لپاره مارکيټ نه لري، او بهر ته نه پرېښودل کېږي. د یاد شرکت مسؤلین له طالب سرپرست حکومت غواړي چې د دې ستونزې په حل کې ورسره مرسته وکړي.

Back to top button