يوناما: په کابل ښار کې وروستي بريدونه غندو

په کابل ښار کې وروستيو بريدونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يا يوناما د‌ يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل ښار په لويديځ کې پر تعليمي مرکزونو د بريدونو په هکله غبرګون ښودلی او غندنه يې کړې. همداراز له طالب سرپرست حکومت څخه يې د عاملينو د نيولو غوښتنه هم کړې ده.

په خپره شوې اعلامیه راغلي، چې یوناما په کابل کې پر دوو ښوونځیو د نن ورځې وحشيانه بریدونه غندي. همدارنګه وايي، هغه کسان چې د دې جرم مسؤول دي، ښوونځي او ماشومان په نښه کوي او دوی باید محکمه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامیز الکبروف هم پرونۍ پېښه وحشیانه بللې او په کلکه یې غندلې ده. هغه ویلي، چې په ښوونځیو کې دننه او شاوخوا تاوتریخوالی هېڅکله د منلو وړ نه دی.

هممهاله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز هم د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواشینې څرګنده کړې او ټپیانو ته يې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې.

دا لومړی ځل نه دی، چې کابل ښار کې پر تعليمي مرکزونو بريدونه ترسره کېږي؛ بلکې کلونه وشول، چې افغانان د ورته پېښو قربانیان دي، خو د طالبانو واک ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې په تعليمي مرکزونو  دوه پرلپسې چاودنې رامنځته کېږي او ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

Back to top button