د بخښنې سازمان: د وروستيو بريدونو پلټنه دې وشي

د بخښنې نړۍ‌واله سازمان وايي، چې په کابل ښار کې د وروستیو بریدونو په اړه دې هر اړخيزه پلټنه وشي. 

د بخښنې نړۍوالې سازمان له خوا په يوې خپره شوې اعلامیه راغلي، چې د کابل ښار په وروستيو بريدونو خواشیني دي او په تعليمي مرکزونو بريدونه کول، يو نه بخښل کېدونکی جنايت بولي.

همداراز په خپره شوې اعلامیه کې، پر طالب سرپرست حکومت غږ شوی، چې د ددې پېښې په اړه هر اړخيزه پلټنه وشي.

دغه سازمان همدارنګه وايي، د افغانستان اوسني حاکمان د خپلو خلکو لپاره د امنيت مسووليت په غاړه لري او دوی ته په کار ده، چې د دغو پېښو مخه ونيسي، په اړه يې پلټنه وکړي او معلومات يې له خلکو سره شريک کړي.

له دې سره جوخت د بخښنې نړۍوال سازمان له طالب سرپرست حکومت غوښتي دي، چې د دغو پېښو د خبري پوښښ لپاره بايد خبريالانو ته اجازه ورکړل شي او دوی ته دې په کار کې خنډ نه جوړوي.

Back to top button