محسن داوړ په کابل کې پر ښوونځي برید وغانده

د کوزې پښتونخوا ځوان سیاستوال محسن داوړ په کابل کې پر ښوونځي ترهګریز برید وغانده.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:
“د کابل د هزاره خلکو په سیمه کې د ښوونځي په نښه کول، هغه وحشتناک بریدونو لړۍ ده چې افغانان يې دا ډېره موده ښکار دي او لا هم دا لړۍ دوام لري.

موږ د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوو. نړۍ نه شي کولای د افغانستان وضعیت له پامه وغورځوي.

Back to top button