د ايران او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو خبرې

د طالب سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزير د‌ ايران د بهرنيو چارو وزير سره ټيلفوني خبرې کړې دي. 

د طالب سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سرپرست وزير امير خان متقي د‌ ايران د بهرنیو چارو وزیر عبداللهيان سره په ټيلفوني اړيکه کې، د افغان کډوالو په وضعيت، اقتصادي مسايلو او د دوه اړخيزو اړيکو په هکله غږېدلی دی.

همداراز په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نږدې وخت کې به يو پلاوی ایران ته د ميشتو افغان کډوالو او بنديانو د وضعيت څېړنې په موخه سفر وکړي.

دغه راز خبرپاڼه کې راځي، دواړو خواوو ټينګار کړی، چې ځيني کړۍ د ايران او افغانستان ترمنځ د اړيکو خرابولو په لټه کې دي او غواړي د دواړو دولتونو ترمنځ کرکه رامنځته کړي.

خبرپاڼه زياتوي، چې متقي خپل ايراني سيال ته ژمنه ورکړې، چې هيچاته به اجازه ورنه کړي، څو د دواړو خواوو اړيکې خرابې کړي.

همداراز د‌ ايران د بهرنيو چارو وزير د طالبانو د مشر د هغه فرمان هرکلی کړی، چې له مخې یې د نيشه يي توکو په کښت بنديز لګېدلی دی‌.

دواړه خواوې دا خبرې داسې مهال کوي، چې په دې وروستيو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره  ناوړه چلند روان دی او همداراز تېره ورځ د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و، چې دوی به په اوس وخت کې د طالبانو کوم ډيپلومات ونه‌ مني.

Back to top button