لوګر کې یوه ښځه په مرموز ډول وژل شوې ده

په لوګر ولایت کې یوه ۲۵کلنه ښځه په مرموز ډول وژل شوې ده.

سرچینې وایي، چې تېره شپه د لوګر ولایت په مرکز پل علم پورې اړوند پتخواب اشانه سیمه کې یوه ۲۵کلنه ښځه په مرموز ډول وژل شوې ده.

د لوګر د امنیې قومندانۍ ویاند احمدالله انس رسنیو ته تایید کړې چې چې د دې ولایت په مرکز پتخواب اشانه سیمه کې یوه ښځه په مرموز ډول وژل شوې ده.

بل خوا دسیمې خلکو رسنیو ته ویلي، چې یادې ښځې د کورنیو ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.

Back to top button