کابل کې چاودنې شوې دي

کابل ښار کې د پرله پسې درنو چاودانو غږ اورېدل شوی.

سرچینې وایي، چې د کابل ښار د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند د «عبدالرحیم شهید» لیسې کې څو پرله پسې چاودنې شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د یاد خبر په تائید سره ویلي چې دغه چاودنې نن سهار رامنځته شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنو کې یو شمېر افغان اهل تشیع وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او په خبره یې جزئیات به یې وروسته شریک شي.

تر دامهاله د یادو چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

Back to top button