د پاسپورټونو په وېش کې بدلون راغلی

د پاسپورټ رياست وايي، د پنځه کلن پاسپورټ د وېش په برخه کې يې بدلون رامنځته کړی دی.

د پاسپورټ ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې نور هغو کسانو ته د پنځه کلن پاسپورټونه نه ورکوي، چې عمرونه يې له پنځلسو کلونو پورته وي.

دغه سرچينه وايي، چې هغه کسان چې عمرونه يې له پنځلسو کلونو پورته وي له دې وروسته د پنځه کلن تر ځای بايد لس کلن پاسپورټونه ترلاسه کړي.

همداراز د افغانستان پاسپورټ رياست له لوري په  خپره شوې اعلامیه کې په دې تړاو نور جزييات نه دي ورکړل شوي.

د طالب سرپرست حکومت د پاسپورټ ریاست دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې لا هم د پاسپورټونو د په وېش په بهیر کې ستونزې موجودې دي او د وېش چارې يې منظم شوې نه دي.

همداراز د يادونې ده، چې د پاسپورټونو متقاضيان زيات، خو د رياست خدمات بيا محدود دي.

Back to top button