پښتون ژغورنې غورځنګ پر افغان خاوره د پاکستان یرغل وغندلو

پر افغان خاوره د پاکستاني یرغل په غبرګون د پښتون ژغورنې غورځنک پرون په بېلا بېلو ښارونو کې لاریونونه وکړل.

د پي ټي ایم مشر منظور خان پشتین وایي؛
د پاکستان له خوا بمبار په نتیجه کې چې په خوست کې یې بې ګناه ملکیان، ښځې او ماشومان شهیدان کړل، د پشتون ژغورنې غورځنګ ملګرو په بیلا بیلو ښارونو کې احتجاجي لاریونونه وکړل.

دا په داسې حال کې ده چې په خوست کونړ د هوایي برید په غبرګونو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې هم لاریونونه تر سره شول.

پاکستان درې شپې وړاندې د خوست په سپېرې ولسوالۍ او په کوڼر ولایت کې هوایي بریدونه کړي دي، د سیمې د اوسیدونکو په خبره په دې بریدونو کې شاوخوا ۵۰کسان وژل شوي او تر شلو زیات ټپیان شوي دي. د معلوماتو له مخې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

Back to top button