د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت تازه څرګندونې

پاکستان له طالبانو څخه د ډيورند فرضي کرښې ته څېرمه سيمو کې د امنيت خونديتوب او د دغه هېواد پر ضد د وسلوالو ډلو پر وړاندې د جدي اقداماتو د ترسره کېدو غوښتنه کړې.

د‌ پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له طالب سرپرست حکومت څخه غوښتي دي، چې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د‌ سيمو امنيت خوندي کړي او له دغه هېواد سره په جګړه کې ښکېلو وسلوالو ډلو پر ضد جدي اقدامات ترسره کړي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له طالبانو غوښتي دي، څو په افغانستان کې د هغو سخت دريځو وسله‌‌والو ډلو مخه ونيسي، چې له پولې دې خوا د پاکستان پر ضد ترهګریزې فعاليتونه کوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې اسلام اباد د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته پوره درناوی لري همداراز وايي، چې چمتو دي، څو له دغه هېواد سره په هره برخه کې دوه اړخيزه همکاري وکړي.

پاکستان دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې په خوست او کونړ يې هوايي بريدونه ترسره کړل، د‌ ماشومانو او ښځو په ګډون يې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله او دا کړنه يې په نړۍ‌واله کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شوه.

له دې سره جوخت د طالب سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت د پاکستان هغه ادعا ردوي، چې ګواکې خاوره يې د ګاونډيو هېوادونو پر ضد کارېږي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، چې هيچا ته د‌ خپلې خاورې کارولو اجازه نه ورکوي او پاکستان ته يې خبرداری ورکړی، چې که چېرته ورته بریدونه دوام ومومي؛ نو په یاد دې ولري، چې افغانان خپل پور هیچاته هم نه پرېږدي.

Back to top button