په هېواد کې د بارانو اټکل

سبا او بل سبا د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د بارانونو اټکل شوی دی.

د هوا پيژندې ادارې د معلوماتو له مخې دغه ولایتونو کې هرات، غور، دایکندي، بادغیس، فاریاب، سرپل، وردګ، پروان، کاپیسا، پنجشیر، نورستان، کونړ، کندز، کابل، لوګـر، لغمان، ننګرهار، مــزارشــریف ،بدخشـان، تخار، سمنګان، بغلان او بامیان شامل دي.

یادې ادارې نن یکشنبه ویلي چې په یادو ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو امکان هم شته دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد یو شمېر کروندګر د بارانونو کمښت د خپلو فصلونو په اړه اندېښمن کړي وو.

Back to top button