کندهار کې یو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په کندهار ښار کې د يو ښوونځي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د کندهار ولایت ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولايت په ۸ ناحیې په اړوند سیمه کې د “میرزا محمدخان لیسې” لپاره نوې عصري ودانۍ جوړه شوه.

هغوئ زیاتوي چې د یاد ښوونځي لپاره جوړه شوې ودانۍ پرون د کندهار د ځایي چارواکو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

سرچینې وايي، دغه ښوونځی د دولسو تدریسي ټولګیو ترڅنګ، څلور اداري خونې، عصري تشنابونه، د لمریزې برېښنا سیسټم، د اوبو اسانتیا، د زده کوونکو د ورزش لوبغالي، د زده کوونکو لپاره ۲۴۰ دانې مېزونه او څوکۍ لري، چې د شاوخوا اتو میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې شوې.

هغوئ دغه راز وایي، چې یاد ښوونځی د یوه خصوصي شرکت له لوري د ۲۵۷۶۰۰ امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.

Back to top button