د نجونو ښوونځي به ډېر ژر بېرته پرانیستل شي
طالب سرپرست حکومت وايي، ښايي چې ډېر ژر د نجونو ښوونځي بېرته پرانېستل شي.
د طالب سرپرست حکومت د رئيس الوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر په تازه څرګندونو کې ويلي، چې ښايي ډېر ژر د نجونو ټول ښوونځي بېرته پرانيستل شي.
نوموړي دا څرګندونې په فراه ولایت کې يوې غونډې ته په وينا کې کړي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ټولو ښوونځيو د بيا پرانيستلو برخه کې به ښه ګامونه پورته شي.
ملا برادر دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چي له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي ژر تر ژره بېرته پرانیزي.
د ياد وزارت وياند نيډ پرايس ويلي و، که چېرې اسلامي امارت د نجونو ښوونځيو د بيا پرانيستلو برخه کې بېړني ګامونه وانه خلي،نو خطرناکې پايلې به ولري.