خوست کې د موټرو په تورو ښیښو بندیز ولګېده
د خوست ولایت ځایي سرچینې وایي، چې په دې ولايت کې له دولتي او شخصي موټرو څخه د ښیښو د تورو فلمونو، عکسونو د پاکولو لړۍ پیل شوې ده.
سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو د سرپرست حکومت د خوست ولایتي ادارې د خلکو په غوښتنه امنيتي ځواکونو ته دنده وسپارله، چې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې له دولتي او شخصي موټرو څخه د ښیښو د تورو فلمونو، عکسونو، ټپو او انتنونو د راټولولو او پاکولو لړۍ پیل کړي.
د طالب سرپرست حکومت د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي، چې ولس له طالبانو غوښتنه کړې وه چې په دې ولایت کې له موټرو څخه د تورو ښیښو فلمونه لرې کړي،.
هغه زیاتوي، چې په یاد کار سره به په دې ولایت کې د غېر قانوني کړنو او جنایي جرمونو مخه ونيول شي.