تاجکستان افغان کډوالو ته يو کمپ جوړوي
تاجکستاني رسنۍ خبر ورکوي، چې هېواد يې د افغان کډوالو لپاره د يو لنډمهاله کمپ په جوړېدو کار پيل کړی دی.
د تاجکستان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې هېواد يې د افغان کډوالو د احتمالي جوپې د ورتګ په خاطر د يو کمپ په جوړېدو کار پيل کړی دی. راپور کې راځي، چې دغه کمپ د هېواد په جنوب کې د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو په موخه جوړوي.
د تاجکستان دولتي خبري اژانس په وینا، په دې کمپ کې به ګڼې خيمې، پخلنځي، حمامونه او نور ګڼ امکانات موجود وي. بلخوا بيا طالب سرپرست حکومت حکومت وايي، چې دوی د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه له نړۍوالو مرستندويه بنسټونو سره خبرې روانې کړي دي.
طالب چارواکي همداراز وايي، چې په نږدې ورځو کې به د کډوالو نړۍوالې ادارې، افغانستان او ايران ترمنځ درې اړخیزه غونډه ترسره شي او په کې به په ډېرو اړينو مسايلو بحث وشي.
طالب سرپرست حکومت داسې مهال د دې درې اړخيزې غونډې جوړېدو خبر ورکوي، چې په دې ورستيو کې په ګاونډ ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په تړاو د خلکو توند غبرګونونه راپارولي دي.