Trending

تخار کې یوې نجلۍ ځان وژنه کړې

تخار ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.

د تخار ولایت ځایي سرچینې وایي، چې تېره ورځ د دې ولایت په مرکز تالقانو ښار کې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځان زېندۍ کړی او مړه شوې ده.

سرچینه وایي، چې تر اوسه د یادې نجلۍ د ځان وژنې لامل نه دی معلوم شوی.

د تخار ولایت ځایي چارواکي په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کابل برچي په سیمه کې هم یوې نجلۍ د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو نه پرانیستلو په غبرګون کې ځان وژنه کړې وه.

Back to top button