په الاقصي جومات کې نښته رامنځته شوې
رسنۍ وايي، چې په الاقصي جومات کې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.
د رسنيو راپورونو له مخې په الاقصي جومات کې د سهار له لمانځه وروسته د اسرائیلي پولیسو او فلسطینیانو ترمنځ نښته شوې ده، چې له امله يې ګڼ کسان ټپيان شوي دي.
په ټولنيزو رسنيو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوي، چې نقاب لرونکي فلسطیني ځوانان د لوېدیځ دیوال په اوږدو کې د یهودي عبادت کوونکو پر لور ډبرې ور ګوزاروي.
فرانس خبري اژانس د ژغورونکو ډلو په حواله راپور ورکړی چې په نښتو کې شاوخوا ۱۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
بلخوا بیا، په تېرو څو اوونيو کې اسراییل د وژونکو بریدونو شاهد دی او دغه هېواد اړ شوی چې په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي سرتیرو شمېر ډېر کړي.