طالبانو د تبیان فرهنګي مرکز مشر نیولی

د طالبانو د سرپرست حکومت د کابل امنیتي ځواکونو تېره شپه په کابل کې د ”تبیان فرهنګي مرکز“ مشر یارمحمد رحمتي نیولی او مرکز یې ور تړلی دی.

څو ورځې وړاندې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې خلکو له افغان کډوالو سره په ایران کې د شوي ظلم په غبرګون کې پراخ لاریونونه تر سره کړل او مرګ پر ایران شعارونه یې ورکول.

خو رحمتي د ایران پر سفارت ګلونه وشیندل او ایران یې د افغانستان دوست هېواد باله، چې یوه ورځ وروسته په کابل کې د طالب ځواکونو له خوا ونیول شو.

طالبانو تر اوسه د یارمحمد رحمتي د نیولو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Back to top button