هلمند کې خپل منځي شخړه
هلمند کې د خپل منځي شخړې له کبله یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
د هلمند ولایت اړوند په ګرشک ولسوالۍ کې د دوو ډلو ترمنځ، د شخړې له امله یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده پېښه د ګرشک ولسوالۍ په سرکیلې په سیمه کې د دوو ډلو ترمنځ د خپل منځي شخړې له کبله رامنځته شوې ده.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې د وژل شوي کس عاملان د پېښې له ځایه تښتېدلي وو، خو څو شېبې وروسته بیا د امنیتي ځواکونو له لوري په سنګین ولسوالۍ کې ونیول شول.
ددې پېښې د رامنځته کېدو په تړاو تر دې دمه بشپړ جزیات نه دي شريک شوي.