Trending

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور او د ذبیح الله مجاهد غبرګون

د‌ طالب سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د افغانستان پخوانیو نظامي سرتېرو د وژنې او برمته کولو په تړاو د نيويارک ټايمز ورځپاڼې وروستی راپور رد کړ. 

د‌ طالب سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په يو تازه ټويټ کې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې هغه راپور رد کړ، چې ګواکې په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې دوی د پخواني نظام سلګونه سرتېري وژلي او ګڼ شمېر نور يې برمته کړي دي. مجاهد د نيويارک ټايمز ورځپاڼې دغه راپور بې احساسه او معترضانه بللی دی.

نوموړی زياتوي، اسلامي امارت په ټول هېواد کې عمومي عفوه اعلان کړې او د دغه نظام ځواکونه هېڅ حق نه لري، چې له چا څخه غچ واخلي.

د طالب سرپرست حکومت وياند د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د راپور د ردولو تر څنګ وايي، چې ياده ورځپاڼه هڅه کوي، څو د افغانانو ترمنځ دښمني او نفاق رامنځته کړي.

د طالب سرپرست حکومت وياند، دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې سلګونه سرتېري وژلي او ګڼ شمېر نور یې برمته کړي دي.

Back to top button