ننګرهار کې د لبنیاتو فابریکه

په ننګرهار ولایت کې د ختيځ لبنياتو فابریکه په نوم یوه فابریکه هره ورځ له ۳ زره کیلوګرامه شېدو څخه بېلابېل لبنيات توليدوي.

ننګرهار کې د ختيځ لبنیاتو فابریکې مسؤلينو رسنیو ته ویلي، چې دغه فاربریکه هره ورځ له ۳۰۰۰ کیلو ګرامه شیدو څخه بېلابېل ډول لبنیات تولیدوي چې د ننګرهار ولایت سربېره یې د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږدوي.

د یادې فابریکې مسؤلين زیاتوي چې په دې فابریکه کې تر ۱۵۰۰ ډېرو مالدارانو څخه شیدې راټولوي چې کوچ، پنیر، شړومبې، مستې، چکه او ځینې نور لبنیات ترې تولیدوي.

Back to top button