افغانې سرې میاشتې د لوګر له اړمنو سره مرسته وکړه

لوگر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري 800 کورنیو ته مرسته ووېشل شوه.

لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د برکي برک او څرخ ولسوالیو له 800 اړمنو کورنیو سره چې سروې یې مخکې تر سره شوې وه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته د افغانې سرې مياشتې ټولنې مرکزي سويل لويديځ زون رئيس مولوي الياس خيل “ناصري”، د لوګر څانګې رئيس محترم مولوي نصرت، لوگر سرې مياشتې څانګې کارکوونکو، رضاکارانو او د رسنيو استازو په شتون کې د يادې څانګې په انګړ کې ووېشل شوه.

دغه مرسته چې د ترکیې هېواد خلکو له لوري چمتو شوې وه په کې هرې کورنۍ ته درې کارټنه خوراکي توکي چې په کې (3 کيلو ترميده اوړه، 5 ليتره غوړي، 4 کيلو عدس، 5 کيلو لوبيا، 4کيلو نخود، 5 کيلو وريژې، 4 کيلو مکروني، 4 کيلو بلغور يا د غنمو وريژې، 4 کيلو منصور دال، 750 ګرامه مالګه، 7 کيلو بوره، 500 ګرام آش، 700 ګرامه بسکيت،1600 ګرامه روب، 200 ګرامه شيدو قهوه او 360 ګرامه مربا چې ټول 16 قلمه خوراکي توکي کيږي شامل وو.

Back to top button