لوګر کې د نالوستو لپاره کورسونه

لوګر کې نالوستو ته د ليک لوست زده کړې ۱۸ کورسونه فعال شوي دي

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولایت په مرکز پل علم او محمدآغې ولسوالۍ کې د ليک لوست زده کړې ۱۸ کورسونه د نالوستو کسانو پرمخ پرانیستل شوي دي.

هغوئ زیاتوي، چې دغه کورسونه د پوهنې رياست د ليک لوست زده کړې آمريت په هڅو د لوست عامولو په موخه جوړ شوي، چې د راتلونکي قوس مياشتې تر پايه به دوام ومومي.

دغه کورسونه ۱۰ په مرکز پل علم او ۸ د محمدآغې ولسوالۍ په هغو سيمو کې فعال شوي، چې د نالوستو کسانو شمېر په کې ډېر دى، چې د یادو کورسونو په جوړولو سره په پل علم کې ۱۶۵ او په محمدآغې ولسوالۍ کې ۲۰۰ نالوستو کسانو ته د ليک لوست زده کړو زمينه مساعده شوې ده.

Back to top button