ايران: طالبان دې‌ د کډوالو مخه ونيسي

ایران له طالبانو غوښتي دي، چې دغه هېواد ته د افغان کډوالو د څپې مخه ونيسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې، پر طالب سرپرست حکومت غږ کړی، چې ایران ته د افغان کډوالو د تلو د پراخې څپې مخه ونيسي.
د ياد وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون خبریالانو ته په يوې غونډې کې د خبرو پر مهال ويلي، چې د ایران ظرفیتونو ته په پام سره دغه هېواد ته د افغان کډوالو دا بهیر دوام نه شي کولای.
د تسنیم خبري آژانس د راپورله مخې خطیب زاده ويلي، چې د بېځایه شویو افغانانو د څپې بار باید یوازې پر یوه ګاونډي وانه چول شي.
نوموړی زياتوي، چې د طالبانو سرپرست حکومت باید په دې برخه کې خپل مسولیت پرځای کړي.
د طالبانو سرپرست حکومت بيا د ایران د دې غوښتنې په ځواب کې تر دې دمه څه نه دي ویلي.
ايران وروسته له هغې دا څرګندونې کوي، چې په دې وروستيو کې دغه هېواد کې د عامه ايرانيانو او پوليسو له لوري افغان کډوالو سره ناوړه چلند روان دی.

Back to top button