په خوست کې لاريون وشو

په  خوست ولايت کې یو پراخ لاریون ترسره شو.

دغو لاريون کوونکو په ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند وغنده. همداراز لاريون کوونکو له چارواکو غوښتي دي، چې په ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند دې ژر پای ته ورسږږي.

د دوی په وينا، مونږ تر هرڅه لومړۍ له ایران او پاکستان غواړو چې د افغان مهاجرینو ځورول ژر تر ژره ودروي او د بشري مرستو په برخه کې همکاري وکړي.

همدارنګه لاريون کوونکي وايي، چې له داخلي کړیو غواړي چې نور په سلیقوي اختلاقانو د افغانانو د وژنې او ځورونې فرصت برابر نه کړي، هر څومره ژر، چې کېږي د ملي یووالي په موخه ټولو هېوادوالو ته د منلو وړ ګامونه واخلي؛ ترڅو له هېواده د هېوادوالو د وتلو بهیر بند شي.

دد‌ تر څنګ دوی زياتوي، چې له سرپرست حکومت غواړي چې د هېواد په هوایي حریم ګرځېدونکي بې پیلوټه الوتکو په اړه وضاحت ورکړي، چې د چا دي، له کوم ځای راپورته کېږي؛ ترڅو د افغانانو اندېښنې ختمې شي.

خوستوال له طالب سرپرست حکومت غواړي چې په کور د ننه د خلکو د ذهني ثبات او اقتصادي حالت دسمون لپاره کوټلي ګامونه واخلي؛ ترڅو له هېواده وتونکي ځوانان په کور د ننه له خپل راتلونکي ډاډمن شي او د هېواد رغونې فکر یې پیاوړی شي.

Back to top button