د لوګر ښاروالۍ د ښار مارکیټونه وتړل

لوګر کې هغه مارکیټونه چي د ښاروالۍ نورمونو خلاف فعالیت درلود وتړل شول.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پل علم ښاروالۍ مسؤلین وایي، چې د ښاري نظم راوستلو لپاره د پل علم ښاروالۍ د کب میاشتې په ۱۶ مه نیټه په ښار کې د سوداګریزو مارکیټونو خاوندانو سره وکتل او لاندي تعهدات یي ور ځینې واخیستل.

۱- د شپې له خوا د مارکیټونو مخې ته د سړک او کوڅو روښانه کول.
۲- د مارکیټونو مخې ته د کثافت دانیو اېښودل.
3- د مارکیټونو د خدماتي ساحو کانکرېټ یا پاخه کول.
٤- د هغو غرفو او کراچيو ثبتول چې د مارکیټونو په خدماتي ساحو کې فعاليت کوي.
۵- د مارکیټونو د اوسیدونکو لپاره د تشنابونو جوړول.
۶- ښاروالۍ ته د مارکیټونو د صفايي محصول تحویلول.

د لوګر د ښاروالۍ مسؤلین زیاتوي، چې د پورتنیو تعهداتو د ترسره کولو لپاره دوی ته ۱۵ ورځې وخت هم ورکړل شوی وو، خو دوی په یادو تعهداتو عمل نه و کړی او د نه ترسره کېدو سره یې مارکیټونه مهر و لاک شول.

د لوګر د ښاروالۍ معاون رفیع الله احمدزي پنجره ورځپاڼې ته وویل، تر څو چې د مارکیټونو خاوندان په یادوتعهداتو عمل و نه کړي مارکیټونه او په مارکیټونو کې هټۍ به تړل شوې وي.

هغه زیاتوي چې دوی قانون په ټولو یو ټول عملي کوي ترڅو لوګر یو منظم او پاک ښار ولري.

Back to top button