د فرانسې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې

په فرانسه کې ولسمشريزې ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې.

د ‌فرانسې په ولسمشريزو ټولټاکنو کې اوسنی ولسمشر ايمانویل مکرون او سياله يې مارين لو پین به د رایو په اکثریت اوس دویم پړاو کې سیالي کوي.

په دغه هېواد کې د ولسمشريزو ټاکنو د رايې اچونې بهیر تېره شپه اته بجې پای ته ورسېد.

په لومړي پړاو کې دوولسو نوماندانو سيالي وکړه، چې اته نارینه او څلور یې ښځینه وو. په لومړي پړاو کې ایمانویل مکرون د ۲۸ سلنې او مارین لوپین د ۲۱ سلنې رایو په اخیستو بریالي اعلان شول.

د ياد هېواد د قوانینو له پر اساس که هېڅ نوماند په لومړي پړاو کې د اچول شوو رایو پنځوس سلنه تر لاسه نه کړي؛ نو ټاکنې به دویم پړاو ته لار مومي.

د يادونې ده چې په فرانسه کې به د ولسمشريزو ټاکنو دویم پړاو د اپریل میاشتې په ۲۴ مه نيټه ترسره شي. په دویم پړاو کې به مکرون او لو پین ترمينځه چې تر ټولو ډیرې رایې ترلاسه کړي‌ دي سیالي‌ وشي.

د فرانسې د اساسي‌ قانون پر بنسټ د لومړي‌ پړاو د ټاکنو وروستنۍ پایلې به د اپریل په ۳ مه نيټه اعلان شي.

Back to top button