ملګري ملتونه: د نجونو ښوونځي پرانيزئ

ملګرو ملتونو يو ځل بيا پر طالب سرپرست حکومت غږ کړی، چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه دفتر مشرې ديبورا لاينز د‌ سرپرست حکومت چارواکو سره د لیدنې تر څنګ، دوی څخه له شپږم ټولګي پورته ټولو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازو د پرانيستلو غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې نوموړې له افغان لوري سره د نجونو ښوونځيو په تړاو د نړۍ‌والې ټولنې اندېښنې هم شریکې کړي دي.

هغې له طالب چارواکو سره د نړۍ‌والې ټولنې هغه خبره، چې ګواکې له دې وروسته یې له افغانستان سره هر ډول مرستې د نوي حکومت په چلند پورې اړه لري، شریکه کړې ده.

مېرمن لاينز دا اندېښنې داسې مهال شريکوي، چې طالب سرپرست حکومت د نوي ښوونيز کال له پيل سره سم ژمنه کړې وه، چې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي؛ خو د نوي کال په پيل کې هغه څه چې، په کور دننه او بهر تمه وه، ونه‌ شول او يو ځل بيا له شپږم ټولګي پورته ټولو نجونو پر مخ تر امر ثاني پورې د ښوونځيو دروازې وتړل شوې.

د يادونې ده چې ملګري ملتونه وار وار له طالب سرپرست حکومت څخه د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازو د پرانيستلو غوښتنه کوي، خو ياد‌ حکومت يې تر اوسه دا غوښتنه نه ده پوره کړې.

Back to top button