ننګرهار کې د وسلو ډېپو کشف شوی

په ننګرهار اچین ولسوالۍ کې طالب ځواکونو د وسلو او مهماتو یو ډېپو کشف کړی دی.

‏د ‎ننګرهار ولايت د استخباراتو رئیس ډاکټر بشیر وایي، چې ځانکړو ځواکونو د دغه ولایت په ‎اچین ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو یو ډېپو کشف کړی.

د ډاکټر بشير په وينا، له دغه ډېپو څخه لسګونه میله درنې او سپکې وسلې او په زیاته اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له څه مودې راهیسې په ننګرهار کې د طالبانو له لوري تصفیوي عملیات پیل شوي دي.

Back to top button