متقي د ایران د بهزنیو چارو له وزیر سره لیدلي

د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزير امیرخان متقي د ایران له سفیر بهادر امینیان سره د افغان کډوالو په تړاو لیدنه کړې ده.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې له افغان کډوالو سره د شوي چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

متقي د ايران سفير ته ويلي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو سره ناسم چلند د دواړ هېوادونو پر اړیکو او عام ذهنیت منفي اغیز کوي او د دواړو هېوادونو دښمنانو ته د تخریب او اختلاف اچولو فرصت ور کوي.‏

د ایران سفیر امینیان ويلي، چې حکومت یې له افغانانو سره د بد چلند نېت نه لري او تل هڅه کوي د دواړو هېوادونو اړيکې سره نږدې او باوري کړل شي.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې او عکسونه خپاره شوي چې په کې په ایران کې له مېشتو افغانانو سره د ایرانیانو له لوري غیرانساني چلند کېږي، د ایران دې چارې د خلکو توند عبرګونونه را پارولي دي.

Back to top button