د بښنې نړیوالې ادارې ایران کې پر افغانانو ظلم غندلی

د بښنې نړیوالې ادارې له افغان کډوالو سره د ایران وروستی چلند غندلی دی.

د دغې ادارې د جنوبي آسیا د برخې مسؤلین وایي، دوی هغه تصویرونه او ویډیوګانې ترلاسه کړي دي چې په هغو کې له افغان کډوالو سره د ایران ناوړه چلند ښکاري.

سرچینې زیاته کړې چې ایراني عسکرو له افغان کډوالو سره غیر انساني چلند کړی دی او د دوی انساني حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

د بښنې نړیواله اداره وايي، چې دوی د ایران دغه عمل غندي او د بشري حقونو پر نړیوالو بنسټونو غږ کوي چې په دې برخه کې چوپتیا ماته کړي.

په دې وروستیو کې په ایران کې حکومتي چارواکو له افغان کډوالو سره غیري انساني چلند غوره کړی. افغان کډوال د ایرانیو له لوري وهل کېږي، ځورول کېږي او بې رحمانه ډول وژل کېږي چې د ایرانیو دې کړنو توند غبرګونونه راپارولي دي.

Back to top button