د پاسپورټ انلاين نوم ليکنه ستونزه لري
کابل ښاريان وايي، چې د پاسپورټ انلاين نوم ليکنې سيستم کې له ستونزو سره مخ دي.
ټاکل شوې وه، چې د روانې اونۍ شنبه به په کابل ښار کې د پاسپورټ انلاين نوم ليکنه او د پاسپورټ د وېش لړۍ پيل شي؛ خو اوس کابل ښاريان وايي، چې له پرون ورځې را په دېخوا د پاسپورټ انلاين نوم ليکنه کې ستونزه رامنځته شوې او دوی نه شي کولای په سمه توګه ورته نوم ليکنه وکړي. ياد ښاريان د پاسپورټ ریاست له مسوولينو غواړي، چې د دغې ستونزې ته د حل په موخه پر وخت اقدام وکړي.
د سياووش په نوم د کابل ښار يو تن اوسيدونکي په دې هکله پنجره ورځپاڼې ته وویل:
له پرون راهیسي، چې د پاسپورټ د انلاين نوم ليکنې پروسه پيل شوې، تر اوسه لګيا يم، څو پاسپورټ ته نوم ليکنه وکړم؛ خو لا په دې نه يم بريالی شوی، چې دا چاره سرته ورسوم.
هغه وايي، چې د نوم ليکنې پروسه خورا ځنډنی ده او وخت نا وخت سیستم هم له کاره وځي.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا يوه مياشت مخکې د يو لړ ستونزو له کبله د پاسپورټ د وېش لړۍ درېدلې وه او اوس، چې دا چاره بېرته پيل شوې، نو د کابل ښاريان د انلاين نوم ليکنې له پروسې څخه شکایت کوي.