سعودي عرب: يو ميليون کسان د حج مراسمو کې د ګډون اجازه لري
سعودي عربستان وايي، سږکال به د نورو هېوادونو څخه يو ميليون کسان د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ولري.
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د روان کال د حج مراسم به د جولای په مياشت کې پيل شي او دوی يوازې هغو کسانو ته ګډون اجازه ورکوي، چې د کرونا ضد واکسین يې ترسره کړی وي او همداراز عمر یې له ۶۵ کلونو ټيټ وي.
په ورته وخت کې ياد وزارت وايي، هغه کسان چې له نورو هېوادونو څخه د حج مراسمو ته راځي، د کرونا معايناتو منفي پايله دې خامخا ورسره وي او دغه معاينات يې بايد ۷۲ ساعته مخکې ترسره کړي وي.
د يادونې ده، چې سعودي عربستان ته هر کال شاوخوا دوه نيم ميليون کسانو ته د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکول کېده، خو د کرونا وبا له خپرېدو وروسته د نورو هېوادونو خلکو ته د ګډون اجازه نه وه او يوازې ۱۰۰۰ کسان، چې همالته سعودي عربستان کې ميشت وو، ګډون کولای شو.