ملګري ملتونه: افغانستان سره پراخې مرستې غواړو

ملګري ملتونه وايي، چې نړۍوال کولای شي په خپلو مرستو د افغانستان بشري ناورين له منځه يوسي.

د ملګرو ملتونو له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې نړۍ‌وال کولای شي د خپلو مرستو له لارې د افغانستان بشري ناورين له منځه يوسي.

دغه راز په دې راپور کې راځي، چې نړۍوال د اوکراین پر مسئله بوخت دي، خو دوی ترې غواړي څو خپل پام افغانستان ته واړوي او دلته خپلې بشردوستانه مرستې زياتې کړي.

ياده اداره زياتوي، چې په افغانستان کې لوږه پراخه شوې او خلک یې سخت غربت سره مخ دي.

د دغې سرچينې په وينا، په دغه هېواد کې کابو ۹ ميليونه خلک لوږې سره مخ دي او دا د نړۍ په کچه له سختې لوږې سره د مخ کسانو تر ټولو ستره شمېره ده.

دغه ادارې له نړۍ‌والو مرستندويه بنسټونو او هېوادونو غوښتي دي، چې افغانستان سره پراخې مرستې وکړي او دلته د روان بشري ناورین مخه ونيسي.

همداراز ملګرو ملتونه وايي، چې د وروستيو هڅو په پايله کې يې له افغانستان سره د شاوخوا دوه نيم ميليارډه ډالره مرستې راټولي کړي، خو په خبره یې دا مرستې بسنه نه کوي.

Back to top button