نړۍ‌وال بانک: افغانستان کې خصوصي سکټور له پښو غورځيدلی

نړۍ‌وال بانک د يوې سروې له مخې وايي، چې په افغانستان کې د روان اقتصادي بحران له وجې خصوصي سکټور ته سخته ضربه اوښتې ده.

نړۍ‍وال بانک تازه يوه سروې خپره کړې، چې له مخې یې په افغانستان کې د روان اقتصادي بحران له وجې خصوصي سکټور ته سخته ضربه اوښتې ده او د دغه هېواد د سوداګرو او پانګه‌والو اقتصادي فعاليتونه په بې ساري توګه کم شوي دي.

همداراز د ياد بانک سروې ښيي، چې د افغانستان په بازارونو کې د پانګه‌والو او سوداګرو د توکو تقاضاوې له کمي سره د مخ کېدو په حال کې دي.

د نړۍ‌وال بانک په دې سروې کې له سوداګرو پوښتنې شوي، په هرو دريو کسانو کې يو ويلي، چې د طالب سرپرست حکومت په راتګ سره په موقت ډول يې خپل کاروبار ځنډولی دی‌.

دغه بانک خپله دا سروې د تېر ۲۰۲۱ کال د اکټوبر او نوامبر په مياشتو کې ترسره کړې او اوس تازه يې د اپريل په ۷ مه نېټه خپره کړې ده.

همدارنګه دې سروې کې ښودل شوي، چې افغانستان کې ۸۳ سلنه کوچنيو شرکتونو په موقت ډول خپل فعاليتونه درولي دي، د منځنیو شرکتونو د فعاليتونو درېدل بيا ۵۳ سلنه او همدارنګه ۵۲ سلنه لوی شرکتونه په ټپه ولاړ دي.

له دې سره جوخت د ياد بانک د سروې پايلې ښيي، چې افغانستان کې د اقتصادي بحران له وجې ۴۲ سلنه د ښځو کاروبار له پښو غورځيدلی دی.

طالب سرپرست حکومت بيا تر دې مهاله د نړۍ‌وال بانک  ددې سروې په اړه کوم څه نه دي ويلي.

Back to top button