سرپل کې د قشقري د نفتو کان د استخراج کار پیل شو

د سرپل ولایت د قشقري د نفتو کان د استخراج کارونه  پیل شول.

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس فخرالدین عمیر رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو د سرپرست حکومت د رئیس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشرۍد قشقري د نفتو د حوزې پرانیستلو په موخه سرپل ته ورغلی وو.

هغه زیاتوي، چې د قشقري په سیمه کې د نفتو ۱۰ څاګانې شته چې له دې څخه ۹ څاګانې فعالې دي او له دې وروسته ورڅخه نفت استخراجېږي، چې هره ورځ به شاوخوا ۱۵۰زره ډالر عواید ترلاسه کېږي او دا د طالبانو لپاره لویه لاسته راوړنه ده.

Back to top button